AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۴ ۲۱:۱۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85669745
T T
۰ Persons

Tags

ټاکل شوې سبا د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند اعلان کړی چې له سبا څخه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل نن یکشنبه د لیندۍ په ۴مه وویل چې د پوليو واکسين کمپاين به د لیندۍ د مياشتې له پنځمې نېټې څخه تر اوومې نېټې پورې د سوېل، ختيځ، مرکز، شمال ختيځ او لوېديځ زون په ١١ ولايتونو کې پلی شي.

 د پولیو د واکسین د کمپاین په دې پړاو کې به شاوخوا ۵.۳ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، واکسین شي. دغه کمپاین به په هرات ولایت کې د روانې میاشتې له ۱۰مې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې د تطبیق په موخه پیل شي.

 د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له افغان کورنیو غوښتي چې په دغه کمپاین کې خپل ټول تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.

 د ایرنا د خبر له مخې، د پولیو د مخنیوي واکسین کمپاین د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې په داسې حال کې پیلیږي چې د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کښې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د روان کال په تیرو اتو میاشتو کې د پولیو ۱۱ پیښې ثبت شوي دي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .