په هرات ولایت کې د پولیو درې مثبتې پېښې ثبت شوې؛ د پولیو ضد واکسین په هرات کې پیل شو

هرات- ایرنا- د هرات د والي ویاند په دغه ولایت کې د پولیو ضد واکسین د کمپاین نوی پړاو اعلان کړ.

په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د هرات د والي ویاند یوسف سعیدي نن شنبه د لیندۍ په ۱۰مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي: په دغه ولایت کې د پولیو واکسین د کمپاین نوی پړاو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرستیال مهاجر فراهي او دهرات ولايت د والي مرستيال په حضور کې پیل شو.

 د روغتیايي چارواکو د شمېرو له مخې په دې موده کې په هرات ښار او ولسوالیو کې ۷۵۸ زره هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي به واکسین ترلاسه کړي.

 د ایرنا د راپور له مخې، په هرات کې د پولیو د واکسین دغه پړاو په داسې حال کې پیل شوی چې درې میاشتې مخکې په دغه ولایت کې د پولیو درې مثبتې پېښې ثبت شوې وو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .