د روغتیا وزیر د مرستندویه بنسټونو له خوا د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو پر مؤثریت ټینګار وکړ

کابل – ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست د مرستندویه موسسو له خوا د خدمتونو د وړاندې کولو په موثریت او مثمریت ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د UNFPA سازمان له مشر کوابینا اسانتي سره لیدنه ترسره کړه.

 په دې لیدنه کې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د مرستو په غوره مدیریت، د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا، د ګرځنده روغتیايي ټیمونو په مؤثریت او ثابت مراکزو بدلولو، د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ مطابق د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو او د لمړیتوبونو په اساس د خدماتو تر سره کولو اړوند خبرې تر سره شوې.

 جلالي د روغتیايي خدماتو د لا مؤثریت او مثمریت په موخه د خپلې وینا په ترڅ کې د ګرځنده ټیمونو په ثابت بدلولو ، د عامې روغتیا وزارت د ملي پالیسۍ مطابق خدماتو تر سره کولو او د نړیوالو له لوري د شته مرستو په غوره مدیریت تاکید وکړ.

 د ایرنا د راپور له مخې، دا غونډه په داسې حال کې کیږي چې د ملګرو ملتو سرمنشي پرون وویل چې د نړیوالو مرستو د ځنډیدو له امله به شاوخوا نهه میلیونه افغانان له روغتیايي خدمتونو بې برخې شي.
 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .