یونیسف: په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره مبارزه پای ته نه ده رسیدلې

کابل- ایرنا- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) استازي وویل: په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره مبارزه پای ته نه ده رسیدلې.

په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په وینا، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) استازي تاج الدین اویلا نن سې شنبه د وری ٥مه په خپله ایکس پاڼه کې ولیکل: تېر کال، ۱۱.۶ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وو، د پولیو پر وړاندې واکسین شوي وو.

 هغه زیاته کړه: په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره مبارزه پای ته نه ده رسیدلې. موږ له خپلو شریکانو سره کار کوو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې په افغانستان کې ټول ماشومان د پولیو واکسین ترلاسه کوي.

 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .