AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۷ ۲۲:۳۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85712503
T T
۰ Persons

Tags

په ۲۰۲۴ کال کې د صهیونیسټي اشغالګرو له خوا د ۱۱۱ خبریالانو شهادت

کابل- ایرنا- د فلسطین د خبریالانو ټولنې په یوه راپور کې په ۲۰۲۴ کال کې د صهیونیسټي اشغالګرو له خوا د رسنیو د غړو په نښه کولو ته اشاره وکړ او اعلان یې وکړ چې سږ کال ۱۱۱ تنه نارینه او ښځینه خبریالان د اشغالګرو له خوا په شهادت رسیدلي دي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د فلسطین د خبریالانو ټولنې نن دوشنبه د مرغومی په ۱۷ مه په یو راپور کې اعلان وکړ چې په ۲۰۲۴ کال کې د صهیونیسټی اشغالګرو له خوا د ۱۱۱ تنو ښځینه او نارینه خبریالانو په شهادت سره د الاقصی طوفان له پیله تر اوسه د فلسطین د رسنیو د شهیدانو شمیر ٢٠٢ تنو ته رسیدلی دی.

دفلسطین دخبریالانو اتحادیې په دغه راپور کې زیاته کړه: دغه راز د نسل وژنې دجنګ له پیله تراوسه دخبریالانو د نیولو ۱۴۵ قضیې ثبت شوي دي چې څه دپاسه ٦٠ یې تر اوسه په بند کې دي.

 د ایرنا د خبر له مخې، د غزې په تړانګې کې د اسرائیلو د رژیم جنایتونه د ١٦ میاشتو لپاره په داسي حال دوام لری، چي په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې د صهیونیسټی رژیم د اوسنی لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو او د دغه رژیم ګوښه شوی جنګ وزیر یوآو ګالانت د نیولو د جنګي جرمونو، د بشريت ضد جنايتونو او له لوږې څخه د استفادې (د غزې خلکو د لوږې ورکول) په تور، صادر شوی دی.

 صهیونیسټ رژیم له دغو ټولو جنایتونو سره سره په غزې تړانګې کې له ۴۵۸ ورځو جنګ وروسته هم تراوسه په دغه جنګ کې خپل هدف نه دی ترلاسه کړی چې هغه د حماس غورځنګ له مینځه وړل او له غزې تړانګې څخه د صهیونیسټی پوځیانو د بندیانو ازاد کول دی.

 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .