د ایرنا د خبر له مخې، د حماس غورځنګ د دوشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې د اشغال شوي بیت المقدس په شمال ختیځ کې د صهیونیسټانو پرضد عملیاتو ته په غبرګون کې ټینګار وکړ چې مقاومت په باختري کرانه کې دوام لري او د غاصب رژيم ترهګري او سخت امنيتي تدابير به هيڅکله د مقاومت مخه ونه نيسي.
حماس تاکید وکړ: د اشغال شوی بیت المقدس په شمال ختیځ کې په حزما بندر کې د صهیونیسټانو ضد عملیات د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو د نسل وژنې په شمول د اشغالګرو جنایتونو، د غزې په تړانګه کې د فلسطیني ملت په وړاندې د نسل وژنې جګړه، په باختري کرانه کې د فلسطینیانو شړل، او د الاقصی جومات په وړاندې د تیری ته یو طبیعی ځواب دی.
دغه غورځنګ زیاته کړه: دغه عملیات د غاصب رژیم د افراطی کابینې او د هغه وزیرانو ته یو پیغام دی چې قدس، باختري کرانه، اشغال شوې ځمکې او د فلسطین ټوله خاوره به د اشغالګرو ځواکونو او د هغوی د استعماری پلانونو په ستوني کې د یو هډوکی په شان پاتي شي.
حماس تاکید وکړ: په لویدیځه غاړه(باختري کرانه) او بیت المقدس کې د مقاومت د ځپلو لپاره د صهیونیسټ رژیم ټولې هڅې او د فلسطین د ملت د الحاق او بې ځایه کولو پلانونه به ناکام شی.
دغه غورځنګ د فلسطین له خاورې او مقدسو ځایونو څخه د اشغالګرو د ایستلو لپاره د مقاومت د پراخولو او د شخړو د زیاتیدا او د دردناکو عملیاتو غوښتنه وکړه.
صهیونیسټي رسنیو نن خبر ورکړ چې یوه فلسطیني د اشغال شوي بیت المقدس په شمال کې د «حزما» پوستې ته څیرمه د غاصب رژیم په عسکرو باندې په چاقو برید وکړ.
په دې لړ کې المنار شبکې اعلان وکړ چې په دغو عملیاتو کې یو صهیونیسټ عسکر ژوبل شوی هم دی.
دصهیونیسټ رژیم ١٢ چینل هم خبر ورکړ چې صهیونیسټی پوځیانو د دغه عملیاتو د ترسره کولو په شک یو فلسطینی ځوان په ډزو وواژه.
د ایرنا د خبر له مخې، د الاقصی د طوفانی عملیاتو له پیلیدو سره په باختري کرانه، بیت المقدس او نورو اشغالي سیمو کې هم د فلسطینیانو او ځوانانو د صهیونیسټی پوځیانو د وحشیانه جنایتونو په ځواب کې عملیات ترسره کوي او دا کړنې په دې وروستیو اونیو کې زیاتې شوي دي.
پیغام پای/
Your Comment