په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت وویل: د افغانستان اسلامي امارت د صهيونيستي غاصب رژیم له خوا په غزه کې د کمال عدوان پر ملکي روغتون بريدونه او د روغتون د سوځولو، خدماتو بندولو، ناروغانو ايستلو، او د طبي کارکوونکو د حرمت تر پښو لاندې کول په کلکو ټکو غندي.
دغه بیانیه زیاته کړه: د فلسطين د غزې سیمه چې له څوارلس نيمو مياشتو راهیسې د صهيونيستي رژيم له ځمكني، هوايي او بحري بريدونو لاندې ده او ټول بنسټونه يې نږدې په بشپړه توگه ویجاړ شوي دي اوس يې هغه محدود پاتې بنسټونه چې ځينې روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي، د صهيونيستي اشغالگر رژیم له خوا په ارادي او پلاني ډول له مینځه وړل کيږي.
دغه وزارت زياته کړه: په داسې حال کې چې اشغالگر رژیم د روانې نسل وژنې په دوام د جگړې ټول قوانين او اخلاقی معیارونه تر پښو لاندې کړي د نړۍ د بانفوذه هيوادونو چوپتیاد اندېښنې وړ ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نړۍ او سيمې په بانفوذه هیوادونو وغوښتل چې د دغه وحشتونو د عاجلي بندوني او د فلسطين قضيې ته د یوې داسي دايمي حل لارې د را ایستلو له پاره عاجل او عملي اقدام وکړي چې د فلسطين خلکو ته د منلو وړ وي.
د ایرنا په وینا، صهیونیسټي پوځیانو وروسته له دې چې د کمال عدوان روغتون په شاوخوا کې وحشتناک جنایت ترسره کړ او د پنځو طبي کارکوونکو په ګډون یې پنځوس فلسطینیان شهیدان کړل، هغه یې وسوځاوه.
په غزې تړانګه کې د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټی اشغالګرو دغه روغتون په بشپړه توګه محاصره کړی او د جراحۍ څانګې، لابراتوارونه، تاسیسات او مراقبت او د روغتون ګودامونه یې په بشپړه توګه سوځولی دی.
د پیغام پای/
Your Comment