داسلامی هیوادونو خارجه وزیرانو د فلسطین دخلکو په پرېکنده ملاتړ او دصهیونیسټ رژیم په ځواب ورکولو ټینګار وکړ

کابل – ایرنا- د اسلامی همکاریو سازمان د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په غونډه کې د اسلامی هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د فلسطین له خلکو په پریکنده ملاتړ او د صهیونیسټ رژیم په حساب ورکولو ټینګار وکړ.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د اسلامي همکاریو د سازمان د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو شلمه بیړنۍ غونډه د «فلسطین د خلکو په خلاف د صهیونیسټي رژیم د تیریو او له خپلې خاورې د هغوي د جبري بې ځایه کیدو لپاره وړاندې شوي پلانونه» تر عنوان لاندې د کب په ۱۷ مه د جمعې په ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت په وړاندیز د سعودي عربستان په جده ښار کې د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.

 د دې دورې په پای کې به د اسلامي همکاریو د سازمان له بېړنۍ غونډې څخه یو پرېکړه لیک صادر شي چې د فلسطیني دولت ارمان د جوړولو د هدف په اړه د هر ډول خلاف عمل په مقابل کې د اسلامي هېوادونو د یووالي څرګندونه کوي.

 د دغه پريکړه ليک د لومړنۍ مسودې پر بنسټ د اسلامي همکاريو د سازمان د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې حاضرو کسانو د اسلامي همکاريو د سازمان په منشور کې د شاملو بنسټيزو اصولو او ستراتيژيکو هدفونو په پياوړتيا او د فلسطين او القدس د مسئلې په اړه د دغه سازمان د پخوانيو پريکړو په دوام ټينګار وکړ.

 د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو او اړوندو پرېکړه لیکونو لکه ۲۷۳۵ (۲۰۲۴)، ۲۷۲۸ (۲۰۲۴) او ۲۳۳۴ (۲۰۱۶) پریکړو او ES ۱۰/۲۴ پریکړه لیکونو سره سم د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د سپتمبر په ٢٨ مه نیټه د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د اسرائیلو د اشغال او د ښارګوټو جوړولو په هکله د هاګ د محکمې د مشورتی نظریې په تصویبولو سره د دغو اقداماتو د سمدستی ختمیدو په ضرورت ټینګار وکړ.

 د اسلامي همکاریو د سازمان د پریکړه لیک په مسوده کې د اسراییلو رژیم ته په غزه کې د دایمي او هراړخیز اوربند د مراعاتولو پر اړتیا هم ټینګار شوی، ترڅو د اسراییلو دایمي دښمني پای ته ورسیږی، بې ځایه شویو خلک خپلو کورونو ته کلحق شي، د اسرائیل اشغالګر ځواکونه ووتل شي، ټولې لارې خلاصې شي او د غزې د تړانګې ټولو سیمو ته کافي بشري مرستې لاسرسی تضمین شي.

 د دې مسودې په یوه بله پراګراف کې، د الحاق د ټولو سیاستونو د ختمیدو، غیرقانوني ښارګوټو جوړولو، د کورونو ویجاړول، د ځمکو غصب، د زیربناوو ویجاړول، د فلسطین په کمپونو او ښارونو کې د اسراییلو پوځي یرغل او د ختیځ بیت المقدس په ګډون د باختري کرانه په ځینو برخو باندې د اسراییلي حاکمیت د تحمیلولو هڅې، د ختمیدو غوښتنه وشوه.
 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .