AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲۳ ۲۳:۰۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85718279
T T
۰ Persons

Tags

صهیونیسټي سیاستوال: د اکټوبر اوومه د اسرائیلو ستره پوځي ماتې ده/ نتانیاهو فاسد سړی دی

کابل- ایرنا- د صهیونیسټ رژیم یو لوړپوړی سیاستوال د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر د میاشتې په اوومه نیټه د الاقصی طوفان عملیات د دغه رژیم ترټولو ستره پوځی ماتې وبلله.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د صهیونیسټ رژیم د کارګر ګوند مشر یائیر ګولان نن یکشنبه د مرغومی په ۲۳مه وویل، د الاقصی د طوفان عملیات د اسرائیلو تر ټولو ستره او خطرناکه پوځی ماتې ده.

هغه زیاته کړه: د اسرائیلو د پوځ ستر درستیز چې د اکتوبر په اوومه یې د پوځ قومانده کړې وه، باید شخصی لګښت ادا کړی. دغه صهیونیسټی سیاستوال وویل: اسرائیل په جنون کې دی او د دغه جنون په زړه کې یوه کابینه او فاسد لومړی وزیر دی.

له دې مخکې د صهیونیسټی رژیم مشر «اسحاق هرتزوګ» د غزې تړانګې په شاوخوا کې په میشت ښارګوټو کې له یوشمیر صهیونیسټانو سره په کتنه کې چې له دغې سیمې څخه تیښتې ته اړ شوی وو، د اکتوبر د اوومې نیټې د الاقصی طوفان عملیات د دې رژیم لپاره د یو لوی ناورین او ناکامۍ په توګه وبلل.

هرتزوګ د اسرائيلو د حکومت په استازيتوب له دغو ميشت ښارګوټو څخه بښنه وغوښته او ويې ويل: د دغې پيښې په اړه دې يوه رسمي تحقيقاتي کميټه جوړه شي.

په همدې حال کې د اشغالګر رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د دغې کمیټې له جوړیدو سره مخالفت ښودلی دی.

هرتزوګ زیاته کړه: د (صهیونیسټ) بندیانو له سمدستي خلاصون پرته به موږ روغ نه شو.

د ایرنا د خبر له مخې، صهیونیسټ رژیم د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکټوبر له اوومې د غزې په تړانګې باندې ویجاړونکی جنګ پیل کړی دی. په دې موده کې د غزې تړانګې ۷۰٪ کورونه او زیربناوې سخت زیانمنې شوې او ناوړه محاصرې او سخت بشري ناورین د بې ساري قحطۍ او لوږې ترڅنګ د دغې سیمې د اوسیدونکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

 له دغو ټولو جنایتونو سره سره صهیونیسټ رژیم په غزې تړانګې باندې له۱۶ میاشتو تیریو وروسته هم په دې نه دی توانیدلی چې په دغه جنګ کې خپلو هدفونو ته چې د حماس غورځنګ له مینځه وړل او له غزې تړانګې د صهیونیسټانو د بندیانو بیرته ستنول دي، ترلاسه کړي.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .