د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د غزې د تړانګې د حکومت د اطلاعاتو د دفتر مشر «اسماعیل الثوابته» د سه شنبې په ورځ د مرغومی د میاشتې په ۱۱ نیټه وویل: صهیونیسټی رژیم د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له اوومې نیټې څخه په غزه کې یو زره او ٩١ فلسطینی ماشومان شهیدان کړی دی چې، له دې جملې څخه ۲۳۸ ماشومان د غزې د اوسېدونکو په وړاندې د اسرائيلي رژيم د نسل وژنې په جګړه کې زېږېدلي او شهيدان شوي دي.
الثوبته د صهيونيسټ رژيم لخوا په غزه کې د ماشومانو په نښه کول يو ښکاره جنګي جنايت وباله او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې په دې باره کې فوري تحقيقات پيل کړي او د دغو بريدونو عاملين محاکمه کړي.
د ایرنا د خبر له مخې، صهیونیسټی رژیم د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له اوومې راهیسی د غزې په تړانګه کې ویجاړونکی جنګ پیل کړی دی.
په دې موده کې د غزې تړانګې ۷۰ سلنه کورونه او زیربناوې سخت زیانمنې شوې او ناوړه محاصرې او سخت بشري ناورین د بې ساري قحطۍ او لوږې ترڅنګ د دغې سیمې د اوسیدونکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
له دغو ټولو جنایتونو سره سره صهیونیسټ رژیم اعتراف کړی دی چې له څوارلسو میاشتو جنګ وروسته تراوسه په دې نه دی توانیدلی چې په دغه جنګ کې خپلو هدفونو ته چې د حماس غورځنګ له مینځه وړل او له غزې تړانګې څخه د صهیونیسټانو د بندیانو ایستل دي، ترلاسه کړي.
د پیغام پای/
Your Comment