په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت چارواکو نن سه شنبه د لړم په ۸ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو یې تر سلو ډېر سوالګر راتول کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د ځانګړو قطعاتو د ریاست له نشه يي توکو سره د مبارزې د ځانګړې عملیاتي قطعې د قومندانۍ افسرانو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په پایله کې د کابل له بېلابېلو سیمو څخه ۱۰۵ تنه سوالګر راټول او اړوندو ادارو ته وسپارل شول.
د کورنیو چارو وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي، چې له پروان او بغلان ولایتونو څخه څه باندې ۶۰ سوالګر هم راټول شوي دي.
د پیغام پای/
Your Comment