په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د سږني ژمي لومړۍ واوره اورښت د چهارشنبې په شپه (د مرغومی ۱۲) په کابل ښار کې پیل او دوام لري.
دغې واورې په داسې حال کې د کابل ښاریان خوشاله کړي، چې په دې وروستیو کې د کابل ښار د ککړې هوا زیاتوالي د دغه ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي وو.
د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند د وزارت د هوا پېژندنې ادارې پرون هم اعلان وکړ چې د کابل په شمول د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې به نن د پنجشنبې په ورځ د سختو واورو او بارانونو شاهد وي.
د پیغام پای/
Your Comment