په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د ميدان وردګو امنيه قوماندانۍ نن پنجشنبه د مرغومی په ١٣مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د ميدان وردګو ولايت د جلريز ولسوالۍ په کوتل اوني سيمه کې د تېرې شپې د واورې ورېدو له امله د کابل – باميانو لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
هغه د باميان او ميدان وردګو ولايتونو له اوسېدونکو غوښتنه وکړه، چې تر راتلونکي خبرتيا پورې پر دې لاره تګ راتګ ونه کړي او د دې لارې د پاکولو او خلاصولو هڅې روانې دي.
د ایرنا په وینا، پرون هم د غور، اروزګان او دایکندي ولایتونو لویه لاره له کوتل بکک څخه د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د سختو واورو د ورېدو اټکل کړی دی.
د پیغام پای/
Your Comment