په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن پنجشنبه د مرغومی ١٣مه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې چې افغانستان له پاکستانه د ټي ټي پي د لېږد لپاره د ۱۰ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده، وویل: دا خبره د افسوس ځای ده، اسلامي امارت داسې کومه غوښتنه نه ده کړې، موږ دا ادعا ردوو.
هغه زیاته کړه: موږ نه پوهیږو چې د پاکستان لوړ پوړي چارواکي د کوم هدف لپاره دا ډول بې اساسه څرګندونې کوي.
د ایرنا په وینا، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په دې وروستیو کې ویلي چې طالبانو له پاکستانه غوښتي دي چې له سرحدي سیمو څخه د افغانستان نورو سیمو ته د تحریک طالبان پاکستان د غړو د انتقال لپاره لس ملیارده پاکستانۍ کلدار ورکړي.
د پیغام پای/
Your Comment