AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۳ ۲۲:۵۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85708692
T T
۰ Persons

Tags

حمدالله فطرت د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې بې اساسه وبلل

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال د افغانستان له سرحدي سیمو څخه د تحریک طالبان پاکستان د انتقال لپاره د لس میلیارډه پاکستانۍ کلدارو د غوښتنې په اړه د پاکستان د دفاع د وزیر وروستۍ څرګندونې بې اساسه وبللې او رد یې کړې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن پنجشنبه د مرغومی ١٣مه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې چې افغانستان له پاکستانه د ټي ټي پي د لېږد لپاره د ۱۰ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده، وویل: دا خبره د افسوس ځای ده، اسلامي امارت داسې کومه غوښتنه نه ده کړې، موږ دا ادعا ردوو.

 هغه زیاته کړه: موږ نه پوهیږو چې د پاکستان لوړ پوړي چارواکي د کوم هدف لپاره دا ډول بې اساسه څرګندونې کوي.

 د ایرنا په وینا، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په دې وروستیو کې ویلي چې طالبانو له پاکستانه غوښتي دي چې له سرحدي سیمو څخه د افغانستان نورو سیمو ته د تحریک طالبان پاکستان د غړو د انتقال لپاره لس ملیارده پاکستانۍ کلدار ورکړي.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .