په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو نن پنجشنبه د مرغومی په ۱۳ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د پاکستان له زندانونو څخه ۵۴ تنه افغانان پرون خوشې او هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم او د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي پولیسو د معلوماتو له مخې یاد کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له ۳ تر ۲۰ ورځو پورې بندیان وو.
د پیغام پای/
Your Comment