په تورخم کې د راستنیدونکو لپاره د مخابراتي اسانتیاوو برابرول

کابل - ایرنا - د افغانستان د سرپرست حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند د ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټي کې د راستنیدونکو لپاره د مخابراتي اسانتیاوو د برابرولو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي د سې شنبې په شپه، د وري په ۱۹مه، په ایکس پاڼه کې په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې لیکلي: د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي کې د بیرته راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د مخابراتي چوپړتیا او د لا ډېرو آسانتیاو د برابرولو په موخه د ۵ مخابراتي شبکو استازولۍ فعالې شوي.

هغخ زياته کړه: دغو نمایندګیانو کې د افغان کډوالو هرې کورنۍ ته ۳ وړیا سیمکارټونه ورکول کېږي چې یو جي بي انټرنټ او ۱۰۰۰ زر وړیا دقیقې هم لري .

د الکوزي په وینا، دا اسانتیاوې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري د افغان کډوالو لپاره د سهولت د رامنځته کېدو او د مخابراتي ستونزو د حل په موخه ایجاد شوي چې وکولای شي پر وخت لازمې آسانتیاوې او د مخابراتي شرکتونو اړوند سیمکارټونه هرې کورنۍ ته ورکړل شي.

د مخابراتو وزارت ویاند وویل: یاد سیمکارټونه به اوس مهال د افغان کډوالو د مهاجرت په فورمو ثبت او راجسټر کېږي او تر ۴ میاشتو پورې به فعال وي وروسته له هغې د سیمکارټ درلودونکي اړ دي څو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټر ادارې د طرزالعمل مطابق خپل سیمکارټونه ثبت کړي.

ننګرهار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست وخت په وخت د یاد ولایت د نورو برخو تر څنګ تورخم ښارګوټي اړوند عمري پنډغالي کې د مخابراتي استازولیو او خدماتو وړاندې کولو له بهیر څخه له نیږدې څارنه ترسره کوي او له مخابراتي شرکتونو سره یو ځای د افغان مهاجرینو لپاره د سهولتونو په رامنځته کېدو کې هلې ځلې کوي.

د ایرنا په وینا، هره ورځ لسګونه کورنۍ په زور له پاکستان څخه ایستل کیږي.
د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .