په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په وینا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) چارواکو نن دوشنبه د وری ١٨مه، په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د خوست ولایت په صبري ولسوالۍ کې ۱۱۰۰ زده کونکي په سختو هوا کې تر خیمو لاندې زده کړې کوي.
یوناما په دې ټینګار سره چې هیڅ ماشوم باید د خیمو لاندې زده کړې ته اړ نه شي، اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو پروګرام (UN Habitat)، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي وجهي صندوق (STFA) په ملاتړ، په دې ولسوالۍ کې یو ښوونځی جوړوي چې امنیت، کرامت او د کار فرصتونه به راوړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) چارواکي وايي چې زده کړه افغانستان پیاوړی کوي.
د پیغام پای/
Your Comment