په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، امریکايي رسنیو نن شنبه د کب ۲۵ مه راپور ورکړ چې ډونالډ ټرمپ د عدلیې په وزارت کې ویلي چې له افغانستانه د دغه هېواد د ځواکونو وتل [ناکامي] د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرمونکې ورځ وه.
ټرمپ وویل چې که هغه وای، نو د بایډن د حکومت په مشرۍ د امریکايي ځواکونو د وتلو په پرتله به یې ډېر ژر له افغانستانه ایستلی وای؛ خو د بګرام ستراتیژیک هوايي ډګر یې ساتلی و.
هغه زیاته کړه زه به د دوی [د بایډن اداره] په پرتله ګړندی راوتلم. زه هغه وم چې سرتېری یې سمې نمبر ته راکم کړل؛ خو موږ په بګرام کې د هوايي ځواک لویه اډه ساتله. موږ یې ساتل.
د ایرنا د خبر له مخې امریکا د ناټو په مشرۍ په افغانستان کې شل کاله قبضه کړې وه او بالاخره له شرمه ډکه ناکامه او له دغه هیواده ووتله.
د پیغام پای/
Your Comment