ذبیحالله مجاهد: امریکایانو ته د بګرام هوايي ډګر د سپارلو خبرونه اوازې او غیر واقعي دي

کابل - ایرنا - د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند امریکایانو ته د بګرام ډګر د سپارلو خبرونه اوازې او دروغ وبللې.

په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې وروستیو کې په پاکستاني رسنیو کې د بګرام ډګر د امریکا متحده ایالاتو ته د سپارلو په اړه د خپرو شویو خبرونو په اړه غبرګون وښود، دا ادعاوې یې رد کړې او بې بنسټه اوازې یې وبللې.

هغه زیاته کړه: «د بګرام هوايي ډګر د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې ده.»

د ایرنا په وینا، د پاکستان پوځ پورې تړلو رسنیو په دې وروستیو کې د بګرام اډې د امریکا متحده ایالاتو ته د سپارلو خبرونه خپاره کړل.

دغو رسنیو د دې د ملاتړ لپاره هیڅ اسناد یا مستند شواهد نه دي وړاندې کړي.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .