کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي، له امریکا سره د اسلامي امارت د اړیکې په اړه ویلي: هغه وخت چې موږ دوحه کې مذاکرات درلودل، بهرنیانو ته مو په څرګنده توګه و ویل، چې موږ ستاسو یو تن هم په پوځي یونیفورم کې نه غواړو چې و وینو، ان پر دې موضوع بحث هم وشو، امریکایانو ویل موږ نظامي حضور نه غواړو بلکې استخباراتي حضور غواړو، موږ ورته ویل چې هېڅ نه کېږي.
امیرخان متقي د دې پوښتنې په ځواب کې چې که امریکایان تاسو په رسمیت وپېژنی هغوی ته به څه ورکوو؟ و ویل: که امریکا موږ په رسمیت هم وپېژني او دې ته حاضر شي چې افغانستان له سره آباد کړي، بیا به هم هېڅ ډول امتیاز هغوی ته ورنه کړو.
ښاغلي متقي زیاته کړه: د افغانستان د اسلامي امارت او خلکو دریځ دا دی، چې امریکایانو او نورو ټولو دخیلو هېوادونو ته هېڅ ډول امتیاز نه ورکول کېږي، که داسې وای موږ دا دوه ویشت کال وړاندې دا منله.
د هغه په وینا، دا ټولې در بدرۍ، دا شهیدان چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې وشوې او زموږ رهبران په کې شهیدان شول یوازې د هېواد د خپلواکۍ لپاره وې.
د ایرنا د خبر له مخې د کب ۱۰ مه له افغانستانه د دغه هېواد د سرتېرو د ایستلو لپاره د طالبانو او امریکې ترمنځ تړون د لاسلیکېدو کلیزه ده چې متقی د دوحې د تړون د جزیاتو په اړه دغه څرګندونې وکړې.
د پیغام پای/
Your Comment