امریکا باید افغانانو ته تاوان ورکړي/ د امریکا پاتې پوځي تجهیزات د افغانانو غنیمت او حق دی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر وايي، امریکا مکلفه ده چې د افغانستان د ویجاړۍ تاوان افغانانو ته ورکړي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور چې د جمعې په ورځ یې په کابل کې د شوروي د سرو لښکرو د وتلو کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې خبري کاوه، د دغه هېواد د پاتې پوځي تجهیزاتو د راستنېدو په اړه د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې وویل: هغه تجهیزات چې په جهاد کې د مجاهدينو لاس ته ورغلي هغه د افغانانو غنیمت او حق دی.

هغه زياته کړه: امريکايان ناکام شول او افغانستان يې په ذلت کې پرېښود، په نړۍ کې خوار شول. اوس د پاتې پوځي وسايلو د بېرته ورکولو ګواښ کوي.

 هغه وویل که روسانو افغانستان وران کړ او ټول تاوان یې ورکړ، ټرمپ دې واوري چې ټول پوځي تجهیزات چې موږ اخیستي هغه زموږ لپاره غنیمت دی، لکه څنګه چې موږ ټول روسي ټانکونه اخیستي او زموږ په دفترونو کې دي.

 منصور ټینګار وکړ چې اشغالګرو(امریکایان) مکلف دي چې د افغانستان د ورانۍ تاوان ورکړي.

 نوموړي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل: د اسلامي امارت حکومت په عقیده، شریعت او متقابل احترام ولاړ دی او د اسلامي امارت مسؤلین د قدرت د ترلاسه کولو او د مقام د غوښتلو لپاره راټول شوي نه دي.

د ایرنا د خبر له مخې، د جمعې په ورځ د زمري ۲۶ له افغانستان څخه د سره پوځ د وتلو له ۳۶ کلیزې سره برابره وه چې افغانان هر کال دغه ورځ د دغه هیواد د تاریخي ورځې په توګه لمانځي.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .