د کرنې او صنایعو سرپرست وزیران بهر ته د غوښې د صادراتو په اړه مشورتي غونډه وکړه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او صنایعو او سوداګرۍ وزارتونو وزیران بهر ته د غوښې د صادراتو په اړه مشورتي غونډه وکړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو نن د کب په ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت د سرپرست مولوي عطاء الله عمري او د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د غوښې د صادراتو د ارزولو لپاره مشورتي غونډه وکړه.

مولوي عطاء الله عمري وويل چې څه‌باندې ۸۰ سلنه افغانان په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د غوښې صادرات ګټور ثابتېدای شي، خو شرط دا دی چې د څارویو نسل ته زیان وانه وړي.

هغه زیاته کړه: لومړی باید د څارویو د تولید او پالنې پر زیاتوالي تمرکز وشي، بیا د لوړ کیفیت صادرات تنظیم شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم وویل چې بېلابېل هېوادونه له افغانستانه د غوښې اخیستلو ته لېوال دي.

 هغه ټینګار وکړ چې باید د پسونو د روزنې کچه لوړه شي او د صادراتو مناسب شرایط برابر شي، ترڅو مالداران ښه عاید ترلاسه کړي.  

 د خوراک او کرنې سازمان د مالدارۍ د برخې مسؤل ډاکټر لطف‌الله ننگ هم وویل، چې افغانستان د چرګانو په ګډون شاوخوا ۴۳ میلیونه څاروي لري او هر کال ۶.۷ میلیارده ډالر عاید ترې ترلاسه کوي.

نوموړي زیاته کړه: جګړې، وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو د مالدارۍ فعالیتونه کم کړي دي.  

 خبرپاڼه زیاتوی: د کرنې وزارت متخصصینو او سلاکارانو د غوښې د صادراتو هرکلی وکړ، خو وړاندیز یې وکړ، چې د صادراتو ترڅنګ باید د مالدارۍ ستر فارمونه جوړ شي، څړځایونه ورغول شي، نوي نسلونه ترویج شي او د څارویو روغتیا ته جدي پاملرنه وشي.  

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .