په تېرو اتو میاشتو کې د ۳۳ میلیونه ډالرو په ارزښت افغاني انار صادر شوي دي

كابل- ايرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند اعلان وکړ چې په تېرو اتو میاشتو کې د افغانستان د انارو د صادراتو ارزښت له ۳۳ میلیونو ډالرو ډېر شوی دی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد د شنبې په شپه وویل: د روان کال په اتو میاشتو کې د افغانستان د انارو صادرات څه باندې ۶۳ زره ټنه وو، چې ارزښت یې ۳۳،۳ میلیونه ډالرو ته رسېده.

ده زياته کړه: دغه اندازه انار هند، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، عراق، متحده عربي امارات، قزاقستان او ازبکستان ته صادر شوي دي. د اخندزاده په خبره، ډېری انار پاکستان، هند، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ته صادرېږي.

د ایرنا په وینا، افغان انار په نړۍ کې یو له مشهورو میوو څخه شمیرل کیږي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .