په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د هرات ولایت مقام نن دوشنبه د سلواغه په ۵ مه په یوه خبرپاڼه کې په هرات کې د قزاقستان له سفیر سره د دغه ولایت د والي د کتنې خبر ورکړ.
د هرات والي د قزاقستان له سفیر سره په کتنه کې هرات د سیمې د تاریخي ښار په توګه یاد کړ، چې د اسلامي امارت په تاسیس او د امنیت په تامین سره په سیمه کې یو مهم صنعتي او اقتصادي ښار ګرځېدلی او ډېر ژر به خپل ځانګړی ځای ومومي.
د هرات والي څرګنده کړه: په هرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې په فعالېدو سره د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې شوې او هیله یې څرګنده کړه چې له دغه هېواد سره سوداګریزې همکارۍ زیاتې شي.
د هرات والي څرګنده کړه، چې د تورغونډۍ او اسلام قلعه د اورګاډي پټلۍ په یوځای کېدو سره به سیمه د هرات- مزار او هرات- کندهار له دوو پټلیو سره ونښلول شي او د ګاونډیو هېوادونو له استازو او د هېواد له سوداګرو یې وغوښتل، چې د اقتصاد د ودې او د سوداګریزو او ټرانزیټي راکړو ورکړو د ودې لپاره له شته فرصتونو ډېره ګټه پورته کړي.
په دې کتنه کې د قزاقستان سفير هم له افغانستان سره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو، د سوداګرۍ او ترانزيټي اړيکو په پراختيا کې د هرات د سيمه ييزې ادارې هلې ځلې وستايلې او په بېلابېلو اقتصادي برخو کې يې د همکاريو د اعلانولو په ترڅ کې هيله څرګنده کړه چې په راتلونکو کلونو کې به د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګريزو راکړو ورکړو کچه لوړه شي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسوولینو د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو همکاریو د پراخېدو هرکلی وکړ او ویې ویل، د ګاونډیو هېوادونو د استازو په همکارۍ او په هرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې په فعالېدو سره د تېرو کلونو په پرتله د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه لوړه شوې او له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې یې د سیمه ییزې ادارې له هڅو مننه وکړه.
د پیغام پای/
Your Comment