AP ۱۴۰۳ غویی ۱۸ ۱۴:۳۷
Journalist ID: 5513
News ID: 85469054
T T
۰ Persons

هرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه پرانستل شوه

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۸ ۱۴:۳۷
News ID: 85469054
هرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه پرانستل شوه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هرات ولایت کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې د پرانستو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو نن سه شنبې د غوايي ۱۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې هرات ولایت کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي، د هرات د والي نور احمد اسلام جار، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي او دغه راز د هرات ولایت د صنایع او کانونو خونې د رییس او غړو په حضور کې پرانستل شوه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې پرانستل کېدل یو مثبت او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګام وباله زیاته یې کړه: په ۱۴۰۲ کال کې د قزاقستان په استانه ښار کې د سوداګریزو اړیکو کنفرانس، دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو او د افغاني تولیداتو او محصولاتو په نندارتون کې د ګډون په موخه د افغانستان د رسمي پلاوي او خصوصي سکټور د سفر په پایله کې، قزاقستان ته افغانستان د صادراتو لړۍ زیاته شوې ده.

په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې رئیس ارمان یوسینتایف وویل: د قزاقستان د سوداګرۍ خونې په پرانیستلو کې د قزاقستان جمهوریت موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د حجم او ارزښت لوړول دی او د قزاقستان جمهوریت د افغانستان له اسلامي امارت سره د سوداګریزو اړیکو پراخولو ته لېوالتیا لري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .