د هرات والي د خوړو د نړیوال سازمان د مرستو د وېش په پروسه کې د شفافیت غوښتنه وکړه

هرات- ایرنا- د هرات والي د خوړو د نړیوال سازمان د مرستو د وېش په تطبیق کې د شفافیت غوښتنه وکړه.

په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د هرات ولایت د رسنیو دفتر نن چهارشنبه د کب ۲۹ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د دغه ولایت والي مولانا اسلام‌جار په هرات کې د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) له مشر سره وکتل.

 د WFP مشر د مولانا اسلام‌جار سره د خپل دفتر کاري پلان شریک کړ او د دې سازمان د نوو مرستو پر برنامو خبرې وکړې.
نوموړي زیاته کړه چې دغه مرستې به د زیانمنو سیمو لپاره د انکشافي پروګرامونو، کرنې او خوارځواکۍ په برخو کې دوام ومومي. اسلام‌جار هم د خوړو نړۍوال پروګرام د بشردوستانه فعالیتونو قدرداني وکړه او ټینګار یې وکړ چې د مرستو د وېش په پروسه کې باید بشپړه شفافیت وساتل شي.

 هغه له دې سازمان وغوښتل چې د خوراکي مرستو ترڅنګ، په زیانمنو سیمو کې د انکشافي پروژو تطبیق تهم لومړیتوب ورکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .