د کابل او استانه چارواکو په قزاقستان کې د افغان سوداګرو لپاره د یوه سوداګریز مرکز پر جوړېدو خبرې وکړې

کابل- ایرنا- د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د قزاقستان سفیر په الماتا کې د افغان سوداګرو لپاره د سوداګریز مرکز پر جوړېدو خبرې وکړې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د دوشنبې په ورځ (سلواغه ۲۲) ماښام مهال په کابل کې د قزاقستان جمهوریت له سفیر ګزیز اکباسوف سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو په الماتا ښار کې د افغان سوداګرو لپاره د یوه سوداګریز مرکز د جوړښت، د دواړو هېوادو د سوداګرو تر مینځ د قراردادونو په تړاو د ترسره شویو ژمنو د عملي کېدو، په افغانستان کې د قزاقي سوداګرو د پانګونې او په کابل کې د قزاقستان د سفارت له خوا افغان سوداګرو ته د ویزو د صادرولو په تړاو د اسانتیا رامینځ ته کېدو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

همدارنګه پدې کتنه کې د سوداګرو د ستونزو او شخړو د حل لارو په تړاو هم خبرې وشوې او د نظرونو سره تبادله شول.

د ايرنا د خبر له مخې، د افغانستان او قزاقستان دواړو لورو په الماتا ښار کې د افغان سوداګرو لپاره د يوه سوداګريز مرکز پر جوړولو پدې حال خبرې وکړې، چې تر دې مخکې د قزاقستان په پلازمېنه کې د افغاني توليداتو درې ورځنى نندارتون جوړ شوى و.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .