کابل او آستانې د اوسپنې پټلۍ په جوړېدو خبرې اترې وکړې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال د ترکمنستان او افغانستان له لارې د قزاقستان او پاکستان تر منځ د ریل پټلۍ پر جوړولو خبرې اترې وکړې.

کابل- کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن پنشنبې د غوايي ۶ مه په یوه خبرپاڼه کې د قزاقستان د لومړي مرستیال سریک ژومانګارین سره د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي اړیکو او دغه راز له قزاقستان څخه پاکستان ته د ترکمنستان او افغانستان له لارې د ریل پټلۍ پر جوړېدو خبرې اترې وکړې.

د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال د افغانستان او قزاقستان اړیکو ته په اشارې و ویل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره دا فرصت برابر شوی تر څو د دواړو لورو سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخه شي.

ملا برادر، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې لوړېدل، په هرات ولایت کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې پرانېستل، د افغانستان په ترانس-افغان پروژه کې د پانګونې لپاره د دغه هېواد لېوالتیا او دغه راز د اسلامي امارت نوم د هغو ممنوعو ډلو له نوملړ څخه لرې کول چې دغه هېواد په خپله خاوره کې منع کړی مهم او اساسي ګامونه وبلل.

د دولت اقتصادي مرستیال څرګنده کړه: په افغانستان کې د اشغال او جګړې له پای ته رسېدو سره سم د پرمختګ په لور لومړني ګامونه پورته شوي او د اقتصاد او سوداګرۍ لپاره یې لوی بنسټونه جوړ کړي دي، خو د کرنې، روغتیا، زیربناوو او ځینو نورو برخو کې ځینې ستونزې شته چې په دې برخو کې د قزاقستان همکارۍ او ګډ کار ته اړتیا لري.

ملا عبدالغني برادر د دواړو هېوادونو د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل، د افغان – قزاقستان د ګډو شرکتونو پر جوړولو او افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو د هوکړه لیک پر لاسلیکولو ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیریک ژومنګارین په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته د پرمختګونو ستاینه وکړه ویې ویل: دوی د یوه باثباته او پرمختللي افغانستان لپاره له اسلامي امارت سره په ګډه کار کوي.

هغه د افغان ټرانسپورټ پروژې په برخه کې د پرمختګونو هرکلی وکړ زیاته یې کړه: که د اورګاډي نوې شبکه له قزاقستان څخه د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته وغځول شي، د نورو پروژو په پرتله به لنډه او اقتصادي تمامه شي او له دې لارې به د منځنۍ اسیا هېوادونه له سویلي اسیا او افغانستان او به د ترکمنستان او قزاقستان له لارې له چین او اروپا سره سره وصل کړي.

دغه قزاقستاني چارواکي زياته کړه: د قزاقستان حکومت له افغانستان سره د سوداګرۍ د زياتوالي په خاطر د دواړو هېوادونو ترمنځ د صنعت او سوداګرۍ د ګډې خونې او د سوداګرۍ او کارګرانو د ګډې ډلې د جوړولو هوډ لري.
 
د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .