د کندهار- هرات د ۷۳۷ کیلومتره اوسپنې پټلۍ د پروژې د سروې او ډیزاین چارې پیل شوې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند په کندهار کې، د کندهار- هرات د اوسپنې پتلۍ (۷۳۷،۵) کیلومتره پروژې د تفصیلي سروې او ډیزاین چارې د پیل اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې،  د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبه د سلواغه ۲۸ مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي: د کندهار- هرات د اوسپنې پتلۍ ۷۳۷،۵ کیلومتره پروژې د تفصیلي سروې او ډیزاین چارې پیل شوې.

 

ده زیاته کړه: د دې زیربنایي پروژې په تکمیل سره به د افغانستان له لارې ترکمنستان او ایران له پاکستان سره د اوسپنې پټلۍ له لارې وصل شي.  د مجاهد په وینا: دا له تجارتي او ترانزیټي پلوه مهم اقتصادي ګام دی.

 د ایرنا د خبر له مخې، د هرات-کندهار د اوسينې پټلۍ د طرحې اړوند پنځه قراردادونه د سلواغه په ۱۸مه د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ لاسلیک شول.

 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .