په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن دوشنبه د مرغومی په دریمه په یوه خبر پاڼه کې ولیکل چي د لیندۍ مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ٤٥٢ زره او ١٣٣ ټنه انتقالات شوي دي.
هغه څرګنده کړه، د حیرتان بندر له لارې ٣٤٩ زره او ٥٩٩ ټنه، د آقینې بندر له لارې ٢٥ زره او ٦٣٠ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ٧٤ زره او ٧٠١ ټنه او د خواف-هرات له لارې ٢ زره او ٢٠٢ ټنه، چې ټولټال ٤٥٢ زره او ١٣٣ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
حق شناس وویل د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په قوس مياشت کې ٧٧٧ ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.
د حق شناس په وینا، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
د پیغام پای/
Your Comment