د تیرې میاشتې په اوږدو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۴۵۲ زره میټریک ټنه انتقال شوي دي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت ویاند د اوسپنې پټلۍ له لارې د څه باندې ۴۵۲ زره ټنو سوداګریزو توکو د انتقال اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن دوشنبه د مرغومی په دریمه په یوه خبر پاڼه کې ولیکل چي د لیندۍ مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ٤٥٢ زره او ١٣٣ ټنه انتقالات شوي دي.

 هغه څرګنده کړه، د حیرتان بندر له لارې ٣٤٩ زره او ٥٩٩ ټنه، د آقینې بندر له لارې ٢٥ زره او ٦٣٠ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ٧٤ زره او ٧٠١ ټنه او د خواف-هرات له لارې ٢ زره او ٢٠٢ ټنه، چې ټولټال ٤٥٢ زره او ١٣٣ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

حق شناس وویل د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په قوس مياشت کې ٧٧٧ ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.

د حق شناس په وینا، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .