په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د اوسپنیز د پراختیا د کنسرسیوم عمومي رئیس د سه شنبې په شپه د ایرنا له خبریال سره په خبرو کې وویل: په دې جوپه کې د بادامو او غوړ تخمونو کانټينرونه شامل دي، چې د «خواف» ولسوالۍ د شمتیغ اوسپنیز له کرښې له تېرېدو وروسته د افغانستان د هرات ولايت د «روزنک» سټېشن ته ورسېدل.
ده زياته کړه: دغه کارګو لومړى له هند څخه دبندرعباس بندر ته په بيړۍ کې وليږدول شو او بيا دشمتیغ له بندر څخه ددغه هېواد د اوسپنیز د شبکې له لارې افغانستان ته داخل شو.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د پراختیا د کنسرسیوم عمومی مشر څرګنده کړه: د اورګاډی دغه کنسرسیوم د سړکونو او ښار جوړونې وزارت او د ایران د اسلامی جمهوریت د ریل پټلۍ د شرکت په ملاتړ د روان کال د خواف- هرات د ریل پټلۍ د کار له پیل څخه تراوسه د ایران او افغانستان ترمینځ څه دپاسه ۳۰ زره ټنه صادراتی او ټرانزیټی کارګو انتقال کړی دی.
د ایرنا د خبر له مخې، د خواف-هرات اورګاډي بندر د افغانستان په لویدیځ کې له هرات سره د ایران د اورګاډي د شبکې په نښلولو سره په سیمه ایزو ارتباطاتو کې مهم رول لوبوي او د نړۍ د ختیځ-لویدیځ د اورګاډي د بندر د یوې برخې په توګه یې له چین، قرغزستان، تاجکستان، افغانستان، ایران، ترکیې او اروپا څخه دوه زره کیلومتره لاره جوړه کړې ده.
د ایران او افغانستان تر منځ سرحدي ګمرکي بندر «شمتیغ» په ۱۳۹۹ کال کې د خراسان د رضوي په جنوب ختیځ کې د خواف په سرحدي ولسوالۍ کې پرانیستل شو.
شمتیغ د رسمي سرحدي ګمرک بندر په توګه له خواف څخه شاوخوا ٥٠ کیلومتره واټن کې موقعیت لري، د خواف ولسوالۍ مرکز د ١٥٠ زره نفوس سره د مشهد سویل ته په ٢٦٧ کیلومترۍ کې موقعیت لري.
د پیغام پای/
Your Comment