مولوي عبدالسلام حنفي: هڅه کوو چې اقتصاد، سوداګرۍ او خصوصي سکتور په ریښتیني ډول وده وکړو

کابل – ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت اداري مرستیال وویل: د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې اقتصاد، تجارت په ځانګړي ډول خصوصي سکتور ته په ریښتیني ډول وده ورکړي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې؛ د افغانستان سرپرست حکومت ارګ نن چهارشنبه د سلواغه په ۲۴مه په یوه خبرپاڼه کې د نوي خیرخواه سوداګریز مارکېټ د پرانیستې په مراسمو کې د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د وینا خبر ورکړ.

 حنفي د دغه سوداګريز مرکز فعاليت په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې د ودې او پراختيا لپاره يو مهم ګام وباله او ويې ويل: دا یو روښانه حقیقت دی چې د یو هیواد پراختیا او پرمختګ په هغه هیواد کې سوداګریزې ودې او د خصوصي سکتور ملاتړ پورې اړه لري، له دې امله اسلامي امارت کوښښ کوي چې اقتصاد، سوداګري او په ځانګړې توګه خصوصي سکتور په واقعي مانا وده وکړي.

 هغه زیاته کړه: د دې برنامو یوه نمونه له خصوصي سکتور سره د نوي خیرخواه سوداګریز مارکېټ تړون دی چې په یوه ډېره عالي فضا کې یې تاجرانو او دوکاندارانو ته د ښه فعالیت زمینه برابره کړه او نن ټول د هغه د پرانیستې شاهدان یوو.

 اداري مرستیال وویل: د نوي خیرخواه سوداګریز مرکز تړون لومړنۍ او لویه پروژه ده چې د فتحې په لومړیو ورځو کې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې وشو چې د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد محوره برنامو باندې د خصوصي سکتور د باور مهمه نمونه، له خصوصي سکتور څخه د اسلامي امارت د ملاتړ روښانه بېلګه او هیوادوالو ته د کار او سوداګرۍ د رونق او ځلېدا زمینې برابرول دي.

 د ایرنا د راپور له مخې، نوی خیرخواه سوداګریز مارکېټ مجموع مساحت ۹۳۶۱ متر مربع او ۹ منزلونه چې ۲ منزله یې د وسایطو پارکینگ دی، جوړ شوی دی.

 د دې پروژې په جوړولو ۳۴ میلیون ډالر لګېدلي چې دا لګښت سن‌اسکای گلوبل شرکت او د مارکېټونو د اورلګېدنې متضررینو ورکړی دی او د کرایو له بابته له مجموع عوایدو څخه ۳۰ سلنه امارتي ادارو او ۷۰ سلنه متضررینو او پانګوالو ته د ورکړې وړ ده.

 په دې ملي پروژه کې ۱۳۰۰ دوکانونه اساسی او په عصري سیستمونو سنبال جوړ شوي چې زرګونه کسانو ته یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې او همدارنګه هغو ټولو کسانو ته چې د دې مارکېټ د اورلګېدنې پېښه کې زیانمن شوي وو، دوکانونه وېشل شوي دي.

 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .