په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت ارګ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې نن سه شنبه د لړم په ۵ مه، د رياست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بېلابېلو ولایتونو له يو شمېر علماؤ او مجاهدینو سره وکتل.
ويناوالو خپلو ولايتونو د اجتماعي، اقتصادي او امنيتي وضعيت په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل او د ښوونې او روزنې، روغتيا، مواصلاتي لارو، د انکشافي پروژو پلي کولو او کار موندنې موضوعاتو ته په اشارې د اسلامي امارت له مسؤلینو وغوښتل چې دغو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د حکومت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل: د امنیت تأمین، په بېلابېلو برخو کې خلکو ته خدمت کول او دوی ته د هوسا ژوند برابرولو اسانتيا د اسلامي امارت له تعهداتو او دندو څخه دي چې په دې برخه کې به خپلې هيڅ راز هڅې درېغ نه کړي.
مولوي حنفي د دوی له لوري مطرح شویو موضوعاتو په اړه څرګنده کړه، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام ذکر شويو مواردو ته رسيدګي وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment