د ولس په ملاتړ او قربانیو یې، امارت اسلامي نظام حاکم کړ

 کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال وویل: اسلامي امارت د خلکو په ملاتړ او قربانیو سره په هیواد کې اسلامي نظام تاسیس کړ.

 په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان سرپرست حکومت نن پنجشنبه د وږی ۲۲ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت د چپرهار او پچیراګام او د لوګر د برکي برک ولسوالیو له یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره وکتل. 

د لوګر ولایت د ننګرهار د چپرهار او پچيراګام ولسواليو قومي مشرانو د يو شمېر پروژو د پيل په برخه کې د سرپرست حکومت د سياسي دفتر له همکارۍ مننه وکړه او ويې ويل چې د دوى د وړانديزونو پر بنسټ يې په تېرو وختونو کې په خپلو سيمو کې د پرمختيايي پروژو لومړني کارونه پيل شوي او عملي چارې به يې ژر تر ژره  ترسره شي.  د ننګرهار مشرانو وويل، چې د جګړې له امله د دوى سيمې زيانمنې شوې او خلک يې اساسي خدمتونو ته د لاسرسي غوښتونکي دي.

 دوی د روغتيايي کلينيکونو، سړکونو او ښوونځيو د جوړولو په اړه خپل ليکلي وړانديزونه د سرپرست حکومت سياسي مرستيال ته وړاندې کړل. په همدې حال کې د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ علماء کرامو او قومي مشرانو د اسلامي امارت له مشرتابه او مسؤلینو سره د ولسونو ناسته د ولسونو د ستونزو د هواري په برخه کې مهمه او ګټوره وبلله، دوی زیاته کړه چې قومي جوړښتونه د هیواد په کچه او علماوو د دوی له نظام او لویو پروژو څخه راضي دي او په هیواد کې یې هرکلي او ملاتړ کیږي.

 سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل: خوښ یم چې له مشرانو او علماوو سره مو ولیدل او له خلکو سره همکاري او د هغوی د ستونزو حل کول خپل مسوولیت ګڼو.  هغه زیاته کړه: د خلکو د ملاتړ او سرښندنو په پایله کې اسلامي امارت د اسلامي نظام حاکمیت رامنځته کړ او خلکو ته خدمت کول یې د حکومت لومړیتوب دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .