په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ او د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیسانو نن چهارشنبه د مرغومی میاشتې په ۱۲ مه نېټه د دوه اړخیزو علمي او فرهنګي همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس مولوي احمدالله متقي ددغه تفاهم ليک لاسليک کول دعلمي ،فرهنګي اوټولنيزو همکاريو دپياوړتيا عامل وباله او وویل : ددغه تفاهم ليک پربنسټ به دسوداګرۍ او پانګوالو په خدمت کې هيڅ ډول هلې ځلې ونه سپموي.
متقي د صنعت وده د هیواد د پرمختګ اساسي عامل وباله او زیاته یې کړه: اسلامي امارت د کورنیو تولیداتو کارول ته پوره پاملرنه کوي.
هغه هیله څرګنده کړه، چې د دواړو خواوو له تخصصي ظرفیتونو څخه په استفادې سره به د کورني صنعت د ودې، د کورنیو تولیداتو د کارولو فرهنګ رامنځته کولو او ټولنې ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته شي.
د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د دغو همکاريو پر ارزښت ټينګار وکړ او ويې ويل چي دوى به په خپل ټول توان سره هڅه وکړي چې د دغو موافقه ليکونو حکمونه تطبيق کړي.
د هرات د صنايعو او کانونو د خونې رييس حميدالله خادم وويل: دغه تفاهم ليک د دواړو خواوو په ګټه دى او د توليدي شرکتونو د ودې څرګندونه کوي.
خادم زیاته کړه: د اسلامي امارت په تاسیس او په دغه ولایت کې د صنعتي سکتور د امنیت په ټینګښت کې د پام وړ وده شوې او اوس مهال په هرات کې څه باندې زر لویې او وړې فابریکې فعالیت لري.
د خادم په وينا، له کورنيو توليداتو څخه د استفادي فرهنګ ته وده ورکول، ځوانانو ته د کار زمينه برابرول، د فرهنګي پروګرامونو د تر سره کولو لپاره د لويو سالونونو جوړول، د رسنيو له لارې د صنايعو او کانونو خونې د پروګرامونو انعکاس، د روزنيزو ټولګيو جوړول، د فرهنګي پروګرامونو د تمویل په برخه کې د هرات د صنایعو او کانونو د خونې له خوا د ملي ورځو نمانځنه، په فرهنګي پروګرامونو کې د صنایعو خونې د لوګو شتون، په صنعتي ښارګوټي کې د ځوانانو لپاره د علمي کورس جوړول د صنایع د خونې له طرفه او په کلتوري پروګرامونو کې ډالۍ ورکول او نور د دې تفاهم ليک له مفادو څخه دي.
د پیغام پای/
Your Comment