هره امنيتي پېښه چې په افغانستان کې رامنځته کېږي، عاملين يې د ډيورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې ننوځي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي: هره امنیتي پیښه چې په افغانستان کې رامنځته کیږي، عاملین یې د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې څخه ننوځي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن سه شنبه د سلواغه ۲۳ مه په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازي د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې ګواکې داعش په افغانستان کې شتون لري، وویل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پاکستان دايمي استازي هغه تورونه ردوي او بې بنسټه يې بولي چې ګواکې له افغانستان څخه سیمې او نړۍ ته د ترهګرۍ ګواښ شته.

هغه زياته کړه: له افغانستان څخه هېڅ هېواد ته ګواښ نشته او هر امنيتي پیښه چې په افغانستان کې رامنځته کیږي، عاملين يې د ډيورنډ فرضي کرښې له بلې غاړې څخه ننوځي.

 د بلخي په وينا، ځينې هېوادونه هڅه کوي چې افغانستان بې ثباته وښيي او د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ بې باوري رامنځته کړي.

 د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: دا ډول ناکامې هڅې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او د سیاسي او اقتصادي پرمختګ مخه نه شي نیولای.

 د ایرنا د خبر له مخې، د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم د دوشنبې په ورځ د سلواغه په ۲٢مه د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې هیواد یې له څلورو لسیزو راهیسې د تروریستي بریدونو په مقدم کرښه کې دی.

 هغه ادعا وکړه چې داعش په لومړي سر کې له سوریې او عراق څخه راڅرګند شو، خو په افغانستان کې هم د داعش ډلې څانګې راڅرګندې شوې.

 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .