په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن شنبه د سلوغه په ۲۰مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ به په افغانستان او سیمه کې د داعش د ګواښونو په اړه یوه ځانګړې غونډه وکړي او دغه ګواښونه به وڅېړي.
خبرځاى زياته کړه: په دغه غونډه کې به دغه شورا د دغه سازمان د سرمنشي انتونيو ګوټريس شپږ مياشتنى رپوټ هم وڅيړي.
په دغه رپوټ کې د ملګرو ملتو سرمنشي ټینګار وکړ چې د داعش خراسان ډله په افغانستان کې دننه او له دغه هیواده بهر یو ګواښ دی.
د ایرنا د راپور له مخې، د ملګروملتونو د امنیت شورا په داسې حال کې د افغانستان او سیمې له هیوادونو څخه د داعش د ګواښونو په هکله غونډه کوی چې د افغانستان د سرپرست حکومت پوځی او ملکی چارواکو په ځلونو په افغانستان کې د داعش په شمول د ترهه ګرو ډلو شتون او فعالیت رد کړی او ټینګار یې کړی دی چې داعش ترهګره ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده.
د پیغام پای/
Your Comment