په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه د کب په لومړۍ نېټه وویل: پاکستان تل هڅه کوي چې د افغانستان د پرمختګ مخه ونیسي.
مجاهد څرګنده کړه: « متأسفانه هلته حاکمه او مسلطه کړۍ د افغانستان پر وړاندې ښه نیت نه لري، داسې ښکاري چې ښه نیت نه لري. دوی وخت په وخت زموږ د پرمختګونو پر وړاندې موقف نیسي، توطیې جوړوي او پر نړیوال سټېج د افغانستان پر ضد تبلیغات او پروپاګند کوي. همدارنګه په امنیتي لحاظ هم هڅه کوي په خپله خاوره کې ځینې شریرې کړۍ جوړوې او ترې ګټه واخلي، په ځانګړې توګه داعش غوندې پدیدې نه هم دوی استفاده کوي، پټنځایونه یې ورکړي، روزنځایونه یې ورته چمتو کړي، تمویل یې کوي او د خپلو موخو د تحقق لپاره یې افغانستان ته را استوي.»
د ایرنا د راپور له مخې، د افغانستان او پاکستان چارواکو له تیرو دریو کلونو راهیسې تل یو بل د داعش او پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورن کړي دي.
د پیغام پای/
Your Comment