داعش ترهګرې ډلې په کندز ولایت کې د ځانمرګي برید مسولیت په غاړه واخیست

کابل- ایرنا- د داعش ترهګرې ډلې په قندز ولایت کې د کابل بانک مخې ته ځانمرګی برید کړی دی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس خبریال راپور ورکوي،    د داعش خراسان ترهګرې ډلې نن چهارشنبه د سلواغه په ۲۴مه اعلان وکړ چې دغې ډلې د سه شنبې ورځې برید کړی او د دغه برید هدف دولتي ځواکونه وو.

  د ایرنا د خبر له مخې د کابل بانک مخې ته پرون په یوه ځانمرګي برید کې د ملکي وګړو په ګډون ۱۲ تنه مړه او ژوبل شول. د افغانستان لومړي وزیر دغه ترهګریز برید غندلی دی.‌

د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د ټولو ترهګریزو پېښو عاملین د ډیورنډ له فرضي کرښې افغانستان ته ننوځي.
 

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .