په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د استخباراتو عمومي ریاست ته نږدې یوې رسنۍ المرصاد نن یکشنبه د سلواغه ۲۱مه په یوه راپور کې لیکلي: د اسلامي امارت لخوا د افغانستان له فتح کېدو او د اشغالګرو له ماتې او د هغوی د ټولو ناوړه پلانونو له ناکامۍ وروسته، د سیمې او لوېدیځو استخباراتي قدرتونو بې شمېره او بې ځایه هڅې وکړې چې په افغانستان کې د خوارجو زهرجنې ځالې ځای پر ځای کړي او د هغوی له لارې خپل تخریبي او ورانکاره اعمال ترسره کړي.
دغه المرصاد زياته کړه: خو هغه څه چې د اسلامي امارت د حکومت په تېرو درې نیمو کلونو کې ښودلي دي، دا ده چې د لوېدیځ دا شومه پروژه هم د نورو پروژو په څېر د ناکامۍ سره مخ ده او د هرې ورځې په تېرېدو سره د داعشي خوارجو ډېرې ځالې کشف او په بشپړه توګه له منځه وړل کېږي.
همدارنګه د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو لخوا د داعشي خوارجو پر ضد په وروستیو بریالیو او هدفمندو عملیاتو کې د فتنهګرو هغه خطرناکه شبکه چې د هېواد په شمال ختیځ کې د بلوچستان څخه د داعش خراسان څانګې تر مستقیمې لارښوونې لاندې یې تخریبي او ورانکاره فعالیتونه کول، ځپل شوې او ټول غړي یې ژوندي نیول شوي دي.
د المرصاد ادارې همداراز له خپلو باوري او ډاډمنو سرچینو څخه خبر ترلاسه کړی دی چې په تېرو څو ورځو کې د تخار، کندز، بغلان او سمنګان ولایتونو کې د دې شبکې پر ضد پراخ او ځانګړي عملیات ترسره شوي دي.
د راپورونو له مخې، په دې عملیاتو کې د دې شبکې ټول غړي نیول شوي او د مجاهدینو ځانګړو او زړورو ځواکونو له هغوی څخه زیاته اندازه ډول ډول وسلې، ډېر مهمات، لاسي بمونه او چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي دي.
د ویلو وړ ده چې د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې پر یوه چینايي وګړي برید او هغه برید چې د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د یوه سپېڅلي مسجد پر ذکر کوونکو وشو چې په پایله کې یې تر لسو ډېر بې ګناه کسان ووژل شول او ټپیان شول، هم د همدې بې رحمه او ظالمې شبکې لخوا طرحه او په ډېر وحشت سره پلی شوي وو.
همدارنګه دې ډلې د بغلان په ځینو نورو سیمو کې مشهور دیني عالمان او د ټولنې مخور شخصیتونه په نښه کړي او په ډېره بې رحمۍ سره یې شهیدان کړي دي، هغه جنایتونه چې د دې شبکې ټولو غړو په خپلو ناوړه اعمالو اعتراف کړی دی.
المرصد زیاته کړه: د دې شبکې ناوړه او د شر څخه ډک فعالیتونه، د بلوچستان ایالت کې د داعش خراسان څانګې د یوې برخې په توګه ترسره کېدل، هغه پروژه چې تر شا یې ځینې استخباراتي ادارې ولاړې دي او یوازینی هدف یې د افغانستان په شمال کې د ناامنیو رامنځته کول دي، ترڅو په دې توګه ګاونډي هېوادونه اندېښمن کړي.
د پیغام پای/
Your Comment