په فلسطین او لبنان کې د مقاومت تر بریالیتوب د ایران ملاتړ دوام لری/ اسرائیل به مات شي

کابل- ایرنا- د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي د فلسطین د مقاومت د شورا له مشر او غړو سره په کتنه کې وویل: د ایران ملاتړ به په فلسطین او لبنان کې د مقاومت د بریالیتوب تر دوام پورې دوام ولري.

د ایرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې، د فلسطین د حماس د مقاومت د رهبرۍ د شورا مشر او غړیو د سلواغه په ۲۱مه نېټه د ایران د ملی امنیت د عالي شورا له منشي او د دغه هېواد د ستر رهبر له استازي علي اکبر احمدیان سره وکتل.

 په دې کتنه کې د ملي امنیت د عالي شورا منشي د مقاومت د بریا مبارکي وویله او ویې ویل: موږ د غزې په وضعیت کې په خپلو سترګو وینو چې اسرائیل له منځه تللی شي. له ۴۷۰ ورځو مقاومت وروسته څرګنده شوه چې دا هدف د لاسته راوړلو وړ دی.

 نن ټوله نړۍ د فلسطین د خلکو حق تاییدوي

 احمدیان د غزې د مقاومت نړیوالو لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل: هغه خلک چې د فلسطین ملاتړ یې نه غوښتل اوس د غزې د مقاومت ملاتړ کوي. نن ورځ موږ ګورو چې ټوله نړۍ او حتی اروپايي او غربي چارواکي د فلسطین د خلکو حق تاییدوي. دا په داسې حال کې ده چې د الاقصی طوفان له عملیاتو مخکې داسې نه و. دا لاسته راوړنه د شمشير په مقابل کې د وینه د بریا پایله ده.

 د ایران د معظم رهبر استازي د ملي امنیت په عالي شورا کې د غزې د خلکو د مقاومت ابعاد بیان کړل او ټینګار یې وکړ: د غزې خلک په خپل بي مثالي مقاومت سره د ځان او راتلونکو نسلونو لپاره نمونه ګرځیدلي دي. موږ به د غزې د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړو او په فلسطین او لبنان کې به د هغوی بریالیتوب او مقاومت ته دوام ورکړو.

 د اکټوبر اوومه د استکبار نظام نسکور کړ

 په دغه کتنه کې د حماس د رهبرۍ شورا مشر «محمد اسماعیل درویش» د فلسطین په مسئله کې د امام خمینی (رح) نظر ته په اشارې سره د غزې د مقاومت او د غزې د مقاومت د بریالیتوب د مبارکۍ په ترڅ کې وویل: امام خمیني (ره) د قدس ورځې بنسټ کېښود او د فلسطین ازادي یې د نړۍ ازادي او د فلسطین اسارت یې د نړۍ اسیارت وباله، هغه لاره چې د اسلامی انقلاب معظم رهبر هم په جدیت سره دوام درکوي.

 د حماس رهبرۍ شورا مشر، د مقاومت د شهیدانو یادونه ته په اشاره وویل: موږ د قدس په لاره کې د ډېرو شهیدانو لکه اسماعیل هنیه، یحیی سنوار، محمد ضعیف، سید حسن نصرالله، سید هاشم، د عراق او یمن د مقاومت شهیدانو او تر ټولو مهم ایراني شهیدان وړاندې کړل، چې یقینا د بري اصلي عوامل دي.

 محمد اسماعیل درویش د الاقصی طوفان عملیاتو ابعادو ته په اشارې سره وویل: د اکتوبر اوومه هغه ورځ وه چې نړۍ یې ولړزوله او د استکبار نظام یې نسکور کړ. په سیمه کې د استکبار نظام صهیونیسټ رژیم وو چې امریکا یې په ټول توان سره د ړنګیدو له وجه، ملاتړ کاوه.

 دصهیونیسټ رژیم مخنیوي، ستراتیژیک کمزورتیا ته رسیدلی دی

 هغه یادونه وکړه چې د اکتوبر اوومه د متکبرانو پر وړاندې د مظلومانو د بریا ورځ وه. په دې جنګ کې غزې خلک وتوانيدل چې په محدودو وسائلو سره د اسرائيلو او امريکې په مقابل کې ودريږي او د صهيونېسټ پوځي طاقت افسانه مات کړي.

 اسماعیل درویش د مقاومت لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: د اکټوبر په اوومه موږ دښمن ته ورغلو، هغوی مو تعقیب کړل او د هغوی تجهیزات او ځواکونه مو له منځه یوړل. البته، دا معجزه نه یوازې د اکتوبر اوومه، بلکې د ١٥ میاشتو مقاومت هم و. د رژیم ستراتیژیک مخنیوی د اکتوبر تر ٦ پورې دوام وکړ. خو د اکټوبر له اوومې وروسته دغه ستراتیژیک مخنیوی کمزورتیا ته رسېدلی او دا په غزه، باختريکرانه، لبنان، یمن، عراق او د ایران د مستقیمو پوځی عملیاتو پایله ده.

 د حماس د رهبرۍ شورا مشر وویل: جګړه پای ته نه ده رسېدلې او موږ به د بل پړاو لپاره ځانونه چمتو کړو.

 په دغه کتنه کې چې د حماس د سیاسی دفتر مرستیال«خلیل الحیه» او په باختري کرانه کې د حماس مشر«زاهر جبارین» هم ګډون درلود، د غزې او باختري کرانه د وروستیو حالاتو، لاسته راوړنو او اوسنیو حالاتو په هکله راپور وړاندې کړ او د ایران د اسلامی جمهوریت او خلکو د ملاتړ قدرونه وشوه.

 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .