د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، دفلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس نن سه شنبه د سلواغه په ٢٤مه نیټه د یوې بیانیې په خپرولو سره یو ځل بیا د غزې له تړانګې څخه دفلسطین دخلکو د جبري مهاجرت په باره کې دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې په کلکه رد کړې دي.
حماس د ټرمپ څرګندونې نژاد پرستې بللې او د فلسطین د مسئلې د له منځه وړلو او د فلسطینیانو د ثابتو حقونو د له پامه غورځولو او قومي تصفیه بللې دي.
دغه غورځنګ ټینګار وکړ له غزې څخه دفلسطین دخلکو د ویستلو پلان به بریالی نه شی او له یوه متحد فلسطینی، عرب او اسلامی دریځ سره به مخامخ شی چې د جبری مهاجرت ټول پلانونه ردوی.
حماس زیاته کړه: په غزه کې د فلسطین خلک د صهیونیسټ رژیم د بمباریو او حملو په وړاندې کلک ولاړ دي او په خپله خاوره کې به ټینګ پاتې شي او د جبري مهاجرت او شړلو ټول پلانونه به شنډ کړي.
دحماس په بیانیه کې ټینګار شوی دی لکه څنګه چې اشغالګر رژیم په حملو او وژنو سره هیڅ شی نشی ترلاسه کولای دغه راز د جبری مهاجرت او دجنګ له پلانونو سره به هیڅ شی ترلاسه نشی.
حماس همداراز وویل: موږ د اوربند موافقې ته ژمن یو، هغه تړون چې د منځګړو (مصر، قطر او امریکا) له خوا یې ملاتړ او تضمین شوی او د نړیوالې ټولنې شاهدي ورکوي.
حماس ټینګار وکړ چې د اسرائیلو غاصب رژیم هغه ګوند دی چې پر خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی او د هر ډول سرغړونې او ځنډ مسوولیت د دغه رژیم پر غاړه دی.
د ۱۴۰۳ م کال د جنورۍ په ۲۵مه (د سلواغه ۶مه) د امریکا ولسمشر د غزې د اوسېدونکو د لېږد پلان ګاونډیو هېوادونو لکه مصر او اردن ته وړاندې کړ، چې د دواړو هېوادونو او نورو عربي هېوادونو او سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو له منفي غبرګونونو سره مخ شو او څه موده وروسته یې له امریکا څخه د غزې د نیولو پلان وړاندې کړ.
د امریکا ولسمشر د خپل لومړي بهرني مېلمه په توګه د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په ګډه خبري غونډه کې د لومړي ځل لپاره د غزې په اړه جنجالي پلان په ډاګه کړ، چې فلسطینیان یې په غوسه کړل. هغه ټینګار وکړ چې فلسطینیان باید له غزې څخه ووځي او مصر او اردن باید دوی ومني.
د غزې په اړه د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۴مه (د سلواغه ١٦مه) د ټرمپ بې سارې، تاریخي او غیرمتوقع څرګندونې چې امریکا باید د غزې جګړه، کنټرول، پراختیا او ساتنه وکړي او په هغه کې «اوږدمهاله ملکیت» ولري، نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.
د پیغام پای/
Your Comment