د ایرنا د خبر له مخې، د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ (حماس) د رهبرۍ شورا مشر او غړو نن د سلواغه ٢٠مه په تهران کې د ایران د اسلامی انقلاب له ستر رهبر حضرت ایت الله خامنهای سره وکتل.
د حماس د رهبرۍ شورا مشر محمد اسماعیل درویش په غزه کې د مقاومت د سترې بریا په مناسبت د اسلامی انقلاب ستر لارښود ته په خطاب کې وویل: موږ د اسلامي انقلاب د بري له کلیزې سره د غزې د مقاومت د بریالیتوب د ورځو تلاقي ښه نښه ګڼو او هیله لرو چې دغه هماهنګي به د قدس او الاقصی د ازادۍ اساس وګرځي.
د غونډې په پیل کې د حماس د سیاسی دفتر مرستیال خلیل لَحیِّة د اسلامی انقلاب معظم رهبر ته د غزې د مقاومت د بریالیتوب په مناسبت مبارکی وویله او ویې ویل: مونږ نن په داسې حال کې چې مونږ ټول ویاړو، ستاسو جلالتماب ته حاضر شوی یو او دغه ستره بریا زمونږ او د اسلامی جمهوریت ګډه بریا ده.
په دغه کتنه کې آیت الله العظمی خامنهای د غزې د شهیدانو د یاد او د شهیدانو قوماندانانو په تېره بیا شهید اسماعیل هنیه د حماس مشرانو ته په خطاب کې وویل: خدای تعالی دې تاسو او د غزې خلکو ته عزت او برتری درکړی او غزه دې د هغه سپېڅلی آیت مثال وګرځېد چې وایی ښايي يوه وړه ډله د الهي توفیق له امله پر يوه ډېره ځواکمنه ډله غالبه شي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر تاکيد وکړ: تاسو صهيونېسټ رژيم او په حقيقت کې امريکې ته ماتې ورکړه او د خدای په فضل تاسي هغوي ته د هغوي هيڅ هدف ته د رسېدو اجازه ورنکړه.
آیت الله العظمی خامنهای هغو مصیبتونو ته په اشارې سره چې د غزې خلکو د مقاومت په یو نیم کال کې زغملی دی، څرګنده کړه: د دغو ټولو کړاوونو او مصارفو پایله بالاخره په باطل باندې د حق فتحه وه او د غزې خلک د ټولو هغو کسانو لپاره چې زړونه یې له مقاومت سره دی، یوه بیلګه شوه.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د حماس د مذاکره کوونکو قدرونه وکړه او د دغې موافقې لاسته راوړنه يې ستره وبلله او ويې ويل: نن د ټولې اسلامي نړۍ او د مقاومت د ټولو ملاتړو دنده ده چې د غزې له خلکو سره د هغوي د کړاوونو په کمولو کې مرسته وکړي.
آیت الله خامنهای د فرهنګی کارونو لپاره پلان جوړول او د پوځی چارو او د غزې د بیارغاونې ترڅنګ د تبلیغاتی کارونو د دوام لپاره اړینه وبلله او زیاته یې کړه: د مقاومت ځواکونو او حماس په تبلیغاتی او رسنیزو کارونو کې ډیر ښه کار کړی او باید دغه طریقه دوام ولری.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر، ایمان د دښمن په وړاندې د مقاومت د جبهې اصلی عامل او غیرمتقارن وسله وګڼله او ویې ویل: د همدغه ایمان له امله اسلامی جمهوریت او د مقاومت جبهه د دښمنانو په وړاندې د کمزورتیا احساس نه کوی.
آیت الله خامنهای د ایران د اسلامی جمهوریت او خلکو په وړاندې د امریکې وروستیو ګواښونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: دغه ډول ګواښونه د ملت او زمونږ د چارواکو او همداشان د دغه هیواد د فعالانو او ځوانانو په ذهنیت هیڅ اغیز نه لری.
هغه دې ته په اشارې سره چې د فلسطین د دفاع او د فلسطین له خلکو څخه د ملاتړ مسئله د ایران د ولس په ذهنونو کې د پوښتنې لپاره ځای نه لری او یوه مسئله حل شوې ده. داسلامی انقلاب معظم رهبر وفرمایل: دفلسطین مسله زمونږ لپاره یوه ستره مسله ده او دفلسطین بریا هم زمونږ لپاره یوه ثابته موضوع ده.
آیت الله العظمی خامنهای په دې خبرې ټینګار سره چې وروستۍ بریا به د فلسطین بریاوی، څرګنده یې کړه: پیښې او پورته او ښکته کیدل باید د شک سبب نشی بلکې انسان باید په ایمان او امید او د الهي مرستې په هیله مخکې لاړ شی.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په پای کې د حماس مشرانو ته په خطاب کې وويل: د خدای په فضل هغه ورځ به راشي چې تاسو ټولو په پوره وياړ سره د قدس مسئله د اسلامي نړۍ لپاره حل وکړي او هغه ورځ به خامخا واقع کيږي.
په دې کتنه کې د حماس د رهبرۍ شورا رئیس محمد «محمد اسماعیل درویش»، د حماس د سیاسي دفتر مرستیال ښاغلي «خلیل لَحیِّة» او په باختري کرانه کې د حماس مشر «زاهر جبارین» د مقاومت د شهیدانو د درناوي په ترڅ کې په ځانګړي توګه د شهیدانو «اسماعیل هنیه»، «سید حسن نصرالله» او «صالح العاروري»، د غزې او باختري کرانه کې د وروستیو حالاتو او د ترلاسه شویو فتوحاتو او بریالیتوبونو او اوسنیو شرایطو په اړه راپور وړاندې کړ او د ایران د اسلامي جمهوریت او خلکو د دوامدار ملاتړ قدرونه یې وکړه.
د پیغام پای/
Your Comment