د نتانیاهو د نیولو حکم کافي نه دی، صهیونیسټي جنایتکار مشران باید په اعدام محکوم شي

کابل- ایرنا- د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر په دې خبرې ټینګار سره چې دښمن له خپلو ټولو جنګی جنایتونو سره سره په غزه او لبنان کې بریا نه ده ترلاسه کړې او نه به یې وګټی وفرمایل: د نتانیاهو د نیولو حکم کافي نه دی او هغه او دغه جنایتکار مشران باید په اعدام محکوم شي.

 ایرنا خبری اژانس وایی، د ایران داسلامی انقلاب ستر رهبر حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه‌ای نن دوشنبه د لیندۍ دمیاشتې په پنځمه نیټه د دغه هیواد د بسیجی د مختلفو کچو له زرګونو خلکو سره په کتنه کې وویل: د بسیجي مکتب او فکر په دوو بنسټونو «په خدای باور» او «ځان باور» ولاړ دی او دا دوه امتیازي ځانګړتیاوې به د نړیوال استکبار د سیاستونو او پلانونو په وړاندې د پرېکنده بریا عامل وي.

ایت‌الله خامنه‌ای د مقاومت جبهه سبا د نن ورځې په پرتله څو چنده پیاوړې او پراخه وبلله او دې ته په اشارې سره چې صهیونیسټ رژیم به په غزې او لبنان کې د جنګی جنایتونو په دوام سره میدان ونه ګټي، ټینګار وکړ: د نتانیاهو د نیولو حکم کافي نه دی او د هغه او دغه جنایتکار مشرانو ته باید د مرګ سزا ورکړل شي.

 هغه په ​​غزه او لبنان کې د جنايتکارانو جنایتونه د مقاومت د پیاوړتیا وبلل او وویل: د فلسطین او لبنان یو ځیرک ځوان چې له هر صنف څخه وي، کله چې وویني چې د جګړې په ډګر کې دی که نه، د بمبارۍ او مرګ له خطر سره مخ دی، له جګړې او مقاومت پرته بله چاره نه لري؛ له همدې امله، احمق جنایتکاران په حقیقت کې په خپله د مقاومت جبهې ته وده ورکوي.

 د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر په دې خبرې ټینګار سره چې دښمن له خپلو ټولو جنګی جنایتونو سره سره په غزه او لبنان کې بریا نه ده ترلاسه کړې او نه به یې وګټی وفرمایل: د نتانیاهو د نیولو حکم کافي نه دی او هغه او دغه جنایتکار مشران باید په اعدام محکوم شي. 

 آیت الله خامنه ای د مقاومت د جبهې پراختیا یوه قطعی او نه ماتیدونکی اړتیا وبلله او ټینګار یې وکړ: څومره چې د مقاومت جبهه نن پراخه شوې، سبا به څو برابره پراخه شي. 

 د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د سیمې د هیوادونو لپاره د امریکې له پلانونو خبریدل او په مقابل کې یې ولاړیدل په سیاسي ډګر کې د بسیج د پیاوړتیا یو بل عامل وباله او وویل: په سیمه کې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د امریکا غوره لاره په هېوادونو کې د «دیکتاتوري او استبداد» یا «ګډوډ او انارشیزم» رامنځته کول دي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .