په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له دغه هېواده د قانوني افغان کډوالو د اخراج په اړه د وضاحت غوښتنه وکړ

کابل- ایرنا- په اسلام اباد کې د افغانستان د سرپرست حکومت سفارت له دغه هېواده د قانوني افغان کډوالو د ایستلو په اړه وضاحت غوښتی دی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت چارواکو د دوشنبې په شپه د مرغومی په ۱۷مه په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي دي: د افغانستان اسلامي امارت په اسلام آباد کې د شاوخوا ۸۰۰ افغان اتباعو په توقیف باندې خپله ژوره اندیښنه څرګندوي چې په هغو کې د اعتبار وړ ویزې، PoR او ACC کارتونه هم شامل دي. د NOC ترلاسه کولو شرایطو په اړه د وضاحت نشتوالی د خپل سري توقیف او اخراج د خطرناکو پیښو لامل شوی.

دغه سفارت زیاتوي: په شړل شویو کسانو کې ۱۳۷ هغه کسان هم شامل دي چې د ویزې موده یې پای ته رسېدلې خو د تمدید غوښتنه یې کړې ده.همدارنګه، د SHARP/UNHCR لنډمهاله راجسټریشن لرونکي هم د اخراج شویو په توګه شامل دي. دې وضعیت د ښځو او ماشومانو په ګډون کورنۍ جلا کړې، چې ډیری یې اوس هم په پاکستان کې سرګردان دي.

د افغانستان د اسلامي امارت سفارت د افغانانو د غیر ضروري نیولو، د کورونو پلټنه او د وګړو د اخاذي په اړه د راپورونو په اړه سخت اندیښمن دی. موږ د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوو چې دا جدي اندیښنې په سمدستي توګه حل کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: د افغانستان د اسلامي امارت سفارت پورتنۍ موضوع په رسمي ډول د پاکستان له اړوندو چارواکو سره شریکه کړې او د مهاجرت له نړیوال سازمان (UNHCR) او د بشري حقونو له نورو بنسټونو څخه یې په دې برخه کې د ژر تر ژره د مداخلې غوښتنه کړې ده.

 په دغه پیغام کې ټینګار شوی چې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د کرامت، حقونو او مصونیت ساتل حتمي دي.

د ایرنا په وینا، د کابل او اسلام اباد تر منځ د سیاسي او پوځي تاو تریخوالي وروستي شدت په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو وضعیت کړکېچن کړی او د پاکستاني پولیسو له خوا د هغوی د نیولو او اخراج لړۍ چټکه شوې ده.

 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .