اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر وايي: اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت یکشنبه د مرغومی ۱۶ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست ملا نورالله نوري د تخار ولایت ته د سفر پر مهال د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالي کې له آی خانم بندر څخه داسې.

نوري د یادې لیدنې پر مهال د یاد بندر له کارمندانو سره وکتل او د بندر په هکله یې وضعیت له نژدې و څاره. نوموړي له تاجکستان هېواد سره د اسلامي امارت د اړیکو او تجارتي چارو په اړه د دواړو هیوادونو روابط حسنه یاد کړل او هیله یې څرګنده کړه چې اسلامي امارت هڅه کوي چې له ټولو څنګلورو هېوادونو ښې اړیکې ولري او په هره برخه کې پرمختګ وکړي.

 د ایرنا په وینا، دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا خپل اوج ته رسېدلې ده.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .