په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چارواکو په يوه خبرپاڼه کې ويلي، د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر شهید خلیل الرحمن حقاني او ورسره نورو شهیدو شوو ملګرو ته د درناوي په پار اسلام آباد کې د افغانستان لوی سفارت کې د غمرازۍ کتاب پرانیستل شو.
خبرځای زیاته کړې: کوربه هېواد یو شمېر مسؤلینو، سیاسي څیرو، اسلام آباد کې میشت د بهرنیو هېوادونو یو شمېر سفیرانو او ډیپلوماټانو د تعزیت لپاره سفارت څخه لیدنه وکړه او خپل د خواخوږې پیغامونه یې د غمرازۍ په کتاب کې ثبت کړل.
د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزارت پخوانی مشر خلیل الرحمن حقاني د تیرې چهارشنبې په ورځ د داعش په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
د پیغام پای/
Your Comment