په افغانستان کې د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه د هند غبرګون: پاکستان د خپلو کورنیو ناکامیو پړه پر ګاونډیانو اچوي

کابل- ایرنا- د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند په افغانستان کې د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې وویل چي پاکستان د خپلو کورنیو ناکامیو پړه پر ګاونډیانو اچوي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند راندیر جيسوال د مرغومی په ١٧مه د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي بريدونو په اړه خپل اندېښنه څرګنده کړه.

هغه زیاته کړه: موږ د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي افغانانو په سر د هوایي بریدونو په اړه د رسنیو راپورونو ته پاملرنه کړې ده. موږ په بې ګناه ملکي وګړو هر ډول برید په کلکه غندو. د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي: دا د پاکستان پخوانی کړنلاره دی چې د خپلو داخلي ناکامیو پړه پر ګاونډیانو اچوي.

 د ایرنا د راپور له مخې، دوه اونۍ مخکې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د پوځ په بمبارۍ کې د څو ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۵۰ زیات کسان ووژل شول.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .